پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د لوګر د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 4, 2018
in پوهنتون
0 0

لوګر د کابل سوېل ته په ۶۵ کیلومترۍ کې پروت ولایت دى چې شمال ته یې کابل، سوېل ته یې پکتیا، ختیځ ته یې ننګرهار او لوېدیځ ته یې  د وردګ او  غزني ولایت یوه څنډه هم پرته ده. لوګر په پخوا وختونو کې د لوی غر په نامه هم یادېده. لوګر تر ۱۳۴۳ لمريز کال پورې په کابل ولایت پورې اړونده سیمه وه؛ خو په همدې کال یو جلا ولایت شو. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دلوې په ۱۱مه د وخت د لوړو زده کړو د وزیر پوهاند عبیدالله عبید او ور سره پلاوي له خوا د اشناپور په دښته کې کېښودل شوه. د دې موسسې رییس پوهنمل وحیدالله عبدالرحیمزی وایي، دې موسسې ته د لومړي ځل لپاره په اشناپور دښته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په امر ۵۰۰ جرېبه ځمکه منظوره او ځانګړې شوه. دا چې یاده سیمه له مرکز څخه لرې او د خلکو لاسرسی ورته سخت و، نو وروسته د لوګر د مرکز لوېدیځ ته په درې کیلومترۍ کې دویم ځلي د لوړو زده کړو موسسې لپاره ۵۰۰ جرېبه ځمکه د ولسمشر په حکم منظوره او تثبیت شوه چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې رسماً د لوګر د لوړو زده کړو موسسې چارې پکې پیل شوې.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال یوازې د ښوونې او روزنې پوهنځي لري. دغه پوهنځی د څلورو ډېپارټمنټونو کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي درلودونکی دی. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل عبدالرحیمزی وایي، اوس اوس ورته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کرنې پوهنځی هم منظور شوی چې ټول رسمي کارونه یې پای ته رسېدلي او په راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال کې به یې چارې رسماً پیل شي او محصلین به ورته جذب کړي. دی وایي، په دغه نوي پوهنځي کې د اګرانومي او کرنیزې پراختیا څانګې شاملې دي. عبدالرحیمزی وایي، په راتلونکي کې د جیولوجي او معدن او دغه راز د انجینرۍ پوهنځیو لپاره تیاری لري او مخکې له مخکې ورته بلاک او نور اړین وسایل په پام کې نیول شوي او تیار شوي دي. دی وایي، یوازې دېته په تمه دي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته پوهنځي منظور شي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې  رییس وایي، دوی د پوهنتون په کچه یو کتابتون لري چې اوسمهال پکې ۳۲۰۰ جلده بېلابېل کتابونه شته چې ډېری یې د افغانستان په رسمي ژبو او ډېر لږ یې بیا په بهرنیو ژبو دي، خو څه ډول چې لازمه ده، هغه ډول کتابتون او ځانګړې ودانۍ نه لري. عبدالرحیمزی وایي، د لیلیې لپاره دوه بلاکونه لري چې ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه له پرله پسې غوښتنو سره سره بیا هم نه دي توانېدلي چې د لیلیې د بلاکونو لپاره تجهیزات او اړین وسایل برابر کړي. دی وایي، اوسمهال ۱۸۰ تنه د لیلیې پر شرایطو برابر محصلین لري، خو هغوی ته بدل اعاشه ورکول کېږي او  د لوګر په بازار کې یې د اوسېدو لپاره کوټې نیولې دي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ۱۴ تنه استادان لري چې څلور تنه یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او څلور تنه نور یې په ایران کې پر ماسټرۍ اخیستو بوخت دي. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، له بده مرغه تر اوسه پورې دوی هېڅ ښځینه استاده نه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیک پلان له مخې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې باید لږ تر لږ ۳۰ سلنه ښځینه استادانې ولري. نوموړی وایي، دېته په تمه دي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته بستونه ورکړل شي او تر ازموینې وروسته ښځینه استادانې په دنده وګوماري. لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال په خپل یوه پوهنځي کې ۴۴۷ تنه محصلین لري چې له دې ډلې ۶۶ یې نجونې دي. دا چې دغه موسسه نوې ‎تاسیس شوې ده، نو تر اوسه پورې یې یوه دوره محصلین چې شمېر یې ۵۹ تنه و، فارغ کړي دي. د یادولو وړه ده چې د دې موسسې په لومړۍ دوره فارغ شویو کسانو کې ۲۲ تنه یې نجونې وې.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی د پکتیا پوهنتون، کابل پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پروان پوهنتون، بغلان پوهنتون او د وردګو د لوړو زده کړو له موسسې سره علمي اړیکې لري. عبدالرحیمزی وایي، دا چې دوی خپله علمي مجله نه لري، نو د استادانو علمي مقالې یې د پکتیا، بغلان او پروان پوهنتونونو په علمي مجلو کې خپرېږي. دی وایي، د کابل پوهنتون او دغه راز د کابل ښوونې او روزنې له پوهنتونونو سره هم پراخې علمي اړیکې لري او دا چې اوس د لوګر  د لوړو زده کړو موسسې لپاره نوی د کرنې پوهنځی هم منظور شوی دی، نو د کابل پوهنتون له مشرتابه سره یې خبرې کړې دي، څو د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي کرېکولم د دوی په واک کې ورکړي او راتلونکی کال یې په دغه پوهنځي کې د نویو محصلینو له جذب وروسته عملي کړي.

دا چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې، نو له ګڼو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان ده. د دې موسسې رییس وایي، لومړنۍ ستونزه یې د احاطې نشتون دی. دی وایي، دغه موسسه ۵۰۰ جرېبه ځمکه لري، خو احاطه نه لري. دا چې موسسه د لوګر مرکز ته نږدې او په خورا ښه ځای کې موقعیت لري، نو ځمکه یې د غصب له جدي خطر سره مخ ده.

د عبدالرحیمزي په خبره، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه مرکز پل علم ته غځېدلی سړک خامه دی چې ورتلونکي کسان هغه که استادان دي او یا محصلین، د خاورو او دوړو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. دی وایي، هیله من دی چې په اړونده برخه کې مسوولین ورسره مرسته وکړي.

پوهنمل عبدالرحیمزی وایي، دوی د دریو پوهنځیو لپاره ودانۍ او اړونده ټول تجهیزات په واک کې لري، خو یوازینۍ ستونزه یې دا ده چې نوي پوهنځي ورته منظور شي او دغه موسسه هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر پرمختګ وکړي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د پنځه سوه جرېبه ځمکې شنه کول هم څه اسانه خبره نه ده. عبدالرحیمزی وایي، موسسه یې تر اوسه پورې دولتي برېښنا نه لري، کله کله له لمریزې برېښنا او کله هم د جنراټور له برېښنا څخه د اوبو را ایستلو او یا هم د محدودې ساحې د شنه کولو لپاره ګټه اخلي، په داسې حال کې چې له دوی سره په څنګ کې لوګر ولایت ته د عمومي دولتي برېښنا پایې او مزي غځېدلي دي. دی وایي، په دې برخه کې یوازینۍ ستونزه د ټرانسپرمر نشتون دی چې له اړوندو چارواکو څخه په دې برخه کې د جدي مرستې غوښتنه کوي، څو دا موسسه په دولتي او دایمي برېښنا سمبال شي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د موسسې په پیل کې له ګڼو ناخوالو سره مخ و او په ډېرو سختو شرایطو کې یې تر دې ځایه کارونه رارسولي دي. دی وایي، خپلو هڅو ته به همداسې دوام ورکړي، څو په ټولو معیارونو برابر پوهنتون ولري.

د هېواد د نورو پوهنتونونو په پرتله د لوګر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ ده. د موسسې  مشرتابه له افغان حکومت، لوړو زده کړو وزارت او اړوندو چارواکو څخه غواړي چې هر اړخیزه مرسته ور سره وکړي، تر څو د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر یو پرمختللی او پر معیارونو برابر پوهنتون ولري.

Share67Tweet14Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026

اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

اپریل 23, 2026

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In