ژوند سیند ته ورته دی چې تل روان وي او شا ته نه راګوري. دغه راز څومره چې زموږ عمر پخېږي، په هماغه کچه مو د ژوند شپې او ورځې کمېږي. نو راځئ چې په خپل ژوند کې ګلونه وکرو، څو یې له ښکلي بوی څخه نور ګټه واخلي او راتلونکي نسل ته مو د یادګار په توګه یو څه پرېښې وي.
ژوند څه دی؟
ژوند، معنا له هېڅ څخه پیل کول او ډېر څه ته ځان رسول دي.
د دې لپاره چې د ژوند اخر ته ځان ورسوو، ښه ده چې په ډېر دقت د حرکت لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیسو او په ستونزو کې له ښويېدو څخه مخنیوی وکړو. ژوند د خوښیو او خپګانونو یوه ټولګه ده چې یوه لحظه یې غم او بله یې خوښي ده او د دوی دواړو ترمنځ فاصله ډېره کمه ده، نو ښه خبره دا ده چې د خوښۍ له دې وړې او کمې فاصلې څخه په اعظمي ډول ګټه پورته کړو. ژوند د خدای پاک له لوري یوه ډالۍ ده، ژوند زموږ لپاره د یوه امانت په څېر دی چې په ساتلو او پېژندلو کې یې باید پوره دقت وکړو.