مزار شريف کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو لګښت د ترکيې له خوا ورکړل شوی او د جوړېدو چارې يې هم د ترکيې د همکاريو سازمان يا (ټيکا) له لوري ترسره شوې دي.
د دې ادارې عمومي مرستیال سوریا ایرد وايي، مزار شريف کې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره شنه ساحه، د مور او ماشوم زده کړې مرکز ته ودانۍ جوړول او د استقلال لېسې بيارغونه او پکې عامه کتابتون پرانيستل، هغه پروژې دي چې چارې يې بشپړې شوې او د ګټې اخيستو وړ دي.
نوموړي ويلي: «دمور او ماشوم زده کړو مرکز لپاره د ودانۍ چارې په نهو مياشتو، د استقلال لېسې د بيارغونې او هلته د کتابتون جوړولو چارې په څلورو مياشتو او د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره د شنې ساحې جوړولو چارې په دوو مياشتو کې بشپړې شوې دي.»