دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

شنونکي: ټاکنيز کمېسيونونه د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو جوګه نه دي

نوومبر 4, 2018
in افغانستان
0 0

 

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو ابتدايي پايلې پر ټاکلي وخت نه اعلانوي. بل پلو بيا شنونکي او کارپوهان د کمېسيونونو پر کمزوري مديريت نيوکه کوي او وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه په اوسني ترکيب سره د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو جوګه نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړی چې د ولايتونو د ټاکنو ابتدايي پايلې به په دوو اونيو ځنډ او د کابل د ټاکنو پايلې به بيا په دريو اونيو ځنډ سره اعلان کړي.

د ولسي جرګې د ټاکنو د مهالوېش پر بنسټ بايد د ټاکنو ابتدايي پايلې د لړم پر ۱۹مه نېټه اعلان شوې وای، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي او وياند سيدحفيظ الله هاشمي پرون خبري کنفرانس ته وويل چې د ۳۲ ولايتونو د ټاکنو پايلې به د ليندۍ په دويمه او د کابل د ټاکنو پايلې به بيا د ليندۍ پر ۱۰مه نېټه اعلان شي.

هاشمي وويل چې تر دې مهاله د ۲۳ ولايتونو د ټاکنو پايلې د کمېسيون مرکزي دفتر ته رسېدلې او د اتو هغو بيا د معلوماتو د ثبت مرکز ته د ننه شوې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي او وياند وويل چې د سياسي ګوندونو او جريانونو له لوري د ولسمشريزو ټاکنو د مهالوېش په تړاو مختلفې طرحې ورسپارل شوې چې په وينا يې اوس يې کمېسيونونه ارزونه کوي.

هاشمي وويل، د ارزونو تر بشپړېدو وروسته به د ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش هم اعلان شي: «د وطن خير په دې کې دی چې ټولې ټاکنې په يو ځای وشي. وړانديزونه مختلف دي، دا چې د ولايتي شورا ټاکنې له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځای شي او که نه؛ کميسيون ارزونه کوي او ژر به اعلان شي».

په ورته وخت د سياسي ګوندونو ځينې استازي او د چارو شنونکي وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسون د کمزوري مديريت تر اغېزې لاندې دی او که يې غړي بدل نه شي نو د ولسمشرۍ ټاکنې به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم غړي فیض الله ساپي مسير ورځپاڼې ته وويل چې اوسني کمېسيونونه د ولسمشريزو ټاکنو د مديريت وړتيا نه لري: «دوی د ولسي جرګې ټاکنې مسخره کړې او ونه توانېدل چې ښې ټاکنې وکړي. له همدې امله حزب اسلامي حاضر نه دی چې د دوی د کار دوام ومني او د دوی تر مشرۍ لاندې ولسمشریزې ټاکنې وشي».

ساپی وايي چې د کمېسیونو غړي باید استعفا ورکړي او پر ځای یې نوي کسان وګومارل شي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمن عمرخېل بيا د ټاکنیزو کمېسيونونو غړي پر بې کفايتۍ او فساد تورنوي او وايي چې هغوی د ولسي جرګې د ټاکنو په سم ترسره کولو کې پاتې راغلل.

عمرخيل د اندېښنې په څرګندولو سره مسير ورځپاڼې ته وويل: «د دغو کمېشنرانو په مدیریت راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به هم له درغلیو او ستونزو ډکې وي».

عمرخېل وړاندیز کوي چې د ټاکنو قانون باید تعدیل شي او پراخ بدلونونه پکې راشي. د نوي قانون پر اساس باید نوي کمېشنران وټاکل شي او په کمېسيونونو کې دې ژورو اصلاحاتو ته زمينه برابره شي.

 

Tags: featured
Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In