یونسکو په خپل یوه وروستي خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې وې. د راپور له مخې په دې موده کې ګڼو خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، پر وړاندې یې تاوتریخوالی شوی او ستونزې ورته جوړې شوې دي. یونسکو په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د خبریالانو پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي مخ پر ودې هېوادونو او جګړه ځپلو سیمو کې د خبریالانو ځای او فعالیتونو مهم دي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.




































