ولسمشر پرون په پکتیکا ولایت کې له دیني علماوو او مخورو سره د خبرو پر مهال ویلي افغان حکومت په ځلونو طالبانو ته ویلي چې راشي او د مخامخ خبرو له لارې خپلې ستونزې شریکې کړي. دده په وینا همدا اوس هم حکومت پر طالبانو غږ کوي چې راشي او له خپلو افغانانو سره مخامخ خبرې وکړي. نوموړي پر قومي مشرانو، دیني علماوو او مخورو هم غږ وکړ چې له خپل نفوذ په استفادې پر طالبانو فشارونه راوړي څوله جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. د ولسمشر غني په خبره دوی به اجازه ور نه کړي چې افغان جګړه تر دې هم اوږده شي نو له همدې امله یې کوښښ دا دی، چې د سیاسي مذاکراتو پر مټ طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. هغه وايي د سولې ټولې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ مخ ته روانې دي.



































