یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

سپتمبر 13, 2020
in پوهنتون
0 0

رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ۱۳۹۳ کال په وري میاشت کې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د دوو پوهنځیو (حقوق او سیاسي علومو  او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. د لوړو زده کړو د دې موسسې د محصلانو  آمر نجیب الله یعقوبي وایي، د ۱۳۹۵ کال په لومړیو کې یې لوړو زده کړو وزارت ته د اقتصاد پوهنځي د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د وزارت لخوا یې وړاندیز ومنل شو او د فعالیت اجازه یې ورکړه. رویان د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال درې پوهنځي لري چې په درې واړو پوهنځیو کې عملاً محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.

ښاغلی نجیب الله یعقوبي وایي، په لومړي سر کې یې د محصلینو شمېر ډېر و، خو په شمالي ولایتونو کې د ناامنیو له کبله یې کال په کال د محصلینو شمېر د پام وړ کمېږي. دی وایي، په شمالي ولایتونو کې ټول خصوصي پوهنتونونه له دې ستونزې سره مخ دي، خو دا چې دوی د ښوونې او روزنې پوهنځی هم لري او هغه کسان هم د محصل په توګه نیسي چې تر څوارلسم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وي، نو ویلای شي چې له همدې کبله یې د نورو پوهنتونونو په پرتله د محصلینو شمېر ډېر دی. نوموړی زیاتوي، تر اوسه پورې یې له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه څلور دورې، له حقوقو او سیاسي علومو درې دورې او یوه دوره محصلین یې له اقتصاد پوهنځي فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. د هغه په خبره، همدا اوس ۵۵۰ محصلین په رویان د لوړو زده کړو موسسه کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی یعقوبي وایي چې له دې کار څخه یې موخه یوازې خلکو ته خدمت کول دي او په خبره یې، همدا اوس ور سره ډېر کسان په وړیا ډول زده کړې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل له مخې، خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینې د اخیستو حق لري. د رویان لوړو زده کړو موسسې د محصلانو آمر وایي، هر کال یې د نویو محصلینو جذب توپیر کوي او دغه څه تر ډېره په امنیتي او اقتصادي شرایطو پورې تړلي وي. هغه وایي، مخکې به یې هر کال د اوو سوو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبول، خو اوس چې امنیتي او اقتصادي شرایط سم نه دي، نو دوی په کال کې د پنځو سوو په شاوخوا کې د کانکور ازموینې له لارې نوي محصلین جذبوي.

د رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې اداره وایي، په ټولو معیارونو برابر، مجهز او غني کتابتون لري، چې د درې زره په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. نجیب الله یعقوبي زیاتوي، په دې وروستیو کې ور سره ځینو بنسټونو د درې سوه جلده حقوقي کتابونو مرسته کړې ده. د ده په خبره، هڅه یې دا ده څو ورځ تر بلې خپل کتابتون غني کړي. د یعقوبي په خبره، محصلین او استادان یې کولای شي چې هر وخت د موسسې له کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. د کتابتون تر څنګ په دغه موسسه کې د محصلینو لپاره د انټرنېټ کلب او کمپیوټر د زده کړې امکانات هم برابر شوي دي.

رویان د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۸ کال کې د تاجکستان له ملي پوهنتون سره د دوو اړخیزو همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده، چې له مخې یې د دې موسسې څخه فارغ محصلین کولای شي د تاجکستان په ملي پوهنتون کې په پنځوس سلنه تخفیف د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي. د نوموړي په خبره، د محصلینو تر څنګ یې ډېری هغه استادان چې د لېسانس تر کچې پورې یې لوړې زده کړې کړې دي، ځینو یې په دې پوهنتون کې د ماسټرۍ دوره بشپړه کړې ده او ځینې لا اوس هم دغه پروګرام تعقیبوي. یعقوبي وایي چې په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري.

د دې موسسې د محصلانو آمر وایي، تر اوسه پورې یې فارغ شویو محصلینو ته هغه ډیپلومونه نه دي ورکړي چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ویشل کېږي، خو د پوهنتون د ادارې او لوړو زده کړو وزارت تایید شوې تصدیق نامې یې ورکړې دي، چې محصلین یې کولای شي په کومه اداره کې ور باندې دنده واخلي او یا هم په بهر کې ور باندې نورې لوړې زده کړې وکړي. نجیب الله یعقوبي وایي چې همدا اوس یې ډېری فارغ شوي محصلین په تاجکستان، روسیه او ایران کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کوي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د ډیپلومونو پیسې تحویل کړې وې، خو څه موده وروسته بېرته ورته وسپارل شوې. د نوموړي په خبره، د لوړو زده کړو وزارت ټاکلي معیارونه باید پوره کړي او له هغه وروسته به یې فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا هغه ډیپلومونه وویشل شي، چې د نورو دولتي پوهنتونونو محصلینو ته ورکول کېږي.

د رویان د لوړو زده کړو موسسې په دریو پوهنځیو کې د تدریس چارې د ۵۰ په شاوخوا کې استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې کې دایمي او قراردادي استادن دواړه شامل دي. یعقوبي وایي چې ټول استادان یې د لېسانس له کچې لوړې زده کړې لري، چې په خبره یې، ډېری استادان یې د ماسټرۍ او پاتې نور بیا د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.

د رویان د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري. د دې موسسې د محصلانو چارو آمر وايي، دوی د کتاب په نوم اونیز بحث لري چې محصلین علمي کتابونه ټاکي او هره اونۍ پر یوه کتاب باندې بحث کوي او معرفي کوي یې. تر څنګ یې ډېر نور دغه ډول علمي او فرهنګي پروګرامونه لري، چې محصلین برخه پکې اخلي څو هم تجربې تر لاسه کړي او هم یې علمي سویه لوړه شي.

له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د نویو پوهنځیو اېجادول او په هر اړخیزه توګه پرمختګ کول د رویان د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي. د دې موسسې اداره وایي، محصلینو ته یې ټول هغه امکانات برابر کړي، چې یو پوهنتون یې باید ولري. شنه او اکاډمیکه فضا او د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره د ترانسپورټ برابرول د رویان د لوړو زده کړو موسسې له هغو ځانګړتیاوو څخه دي، چې په بغلان ولایت کې یې نور خصوصي پوهنتونونه نه لري.

نجیب الله یعقوبي وایي، په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې د کار کوونکو کموالی د دې لامل شوی، څو د دوی کارونه وځنډېږي او له مراجعینو سره سوړ چلن وشي. دی په دې ریاست کې د فساد تورونه ردوي، خو وایي، دا چې د دې ریاست د کارکوونکو شمېر کم او د خصوصي پوهنتونونو کار او شمېر زیات دی، نو دغه څه د دې لامل شوي چې د ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره سوړ چلن وکړي. دی وایي چې له چا مرسته نه غواړي او هڅه یې دا ده چې پر ځان بسیا شي او اداره یې په هر اړخیزه توګه پرمختګ وکړي. ډېری خصوصي پوهنتونونه له لوړو زده کړو وزارت څخه شکایت کوي، چې له خصوصي پوهنتونونو سره د مور او میرې چلن کوي او هغه امکانات چې دولتي پوهنتونونو ته یې په واک کې ورکړي دي، خصوصي پوهنتونونو ته یې نه ورکوي. دوی وایي چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره داسې معیارونه وضعه کړي، چې ډېر سخت او ان تر اوسه پورې په دولتي پوهنتونونو کې هم نه دي عملي شوي. د خصوصي پوهنتونونو بله ستونزه په لوړه کچه د مالیې ورکړه ده چې په خبره یې، دغه څه د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ مخه نیولې ده.

Share6Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In