د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون تور پورې کوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ښه مدیریت کې پاتې راغلی دی. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړي او ویاند علي رضا روحاني، ویلي په ټاکنو کې ستونزې موجودې وې او دوی ته ۱۱ زره شکایتونه ثبت شوي دي. دده په خبره ددومره ډېرو شکایتونو موجودیت ښيي چې په ټاکنو کې ستونزې موجودې وې. روحاني دا خبرې د ولسي جرګې د ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تازه پرېکړې په اړه په غبرګون کې وکړې. هغه زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به د خلکو شکایتونو ته پام کوي او هڅه یې دا ده چې دغه شکایتونه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.



































