د میدان وردګ ولایت د کرنې او اوبو لګولو رییس وايي، سږ کال د دغه ولایت له باغونو نېږدې ۹۰ زره ټنه مڼې راټولې شوې دي. ولید احمد تسل وايي، که څه هم وچکالۍ د میدان وردګو ولایت حاصلات اغېزمن کړي، خو بیا هم په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې سږ کال پاکستان د نامعلومو دلایلو له امله دغه هېواد ته د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې ده. خو د افغانستان د کرنې وزارت ویلي چې ټاکل شوې د میدان وردګ ولایت مڼې د امنیتي ځواکونو په غذايي مینو کې شاملې شي. د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکو بیا ویلي، چې په دغه ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه د مڼو نوي نیالګي هم کېنول شوي دي.