د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، نړیوال پراختیایي بانک له افغانستان سره د باغدارۍ د ودې په موخه د ۷۵میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې مرسته شوې پیسې به د باغ لرونکو او کروندګرو د پیاوړتیا، د غلو دانو د تولید ډېروالي او نورو برخو کې ولګول شي. رستمي زیاته کړې چې د دې مرستې له مصرف سره به زراعت وده وکړي او د خلکو په اقتصاد کې به هم د پام وړ بدلون راشي. د نوموړي په خبره دا چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی نو دا ډول مرستې کولی شي د خلکو په ژوند او د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ مثبت رول ولوبوي.