پاکستان او چین د افغانستان د موضوع د حل په اړه په ګډو هڅو ټینګار کړی او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چینایي چارواکو سره د عمران خان د لیدنې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، لومړي وزیر او چینایي چارواکو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي او د یاد هېواد د معضلې د حل په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د سرچینې په وینا عمران خان له ولسمشر شي، لومړي وزیر او نورو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په ملتیا پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو د خبرو لپاره په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی.



































