د مشرانو جرګې غړي وایي، د افغان طالبانو مشران دې د مولانا سمیع الحق له وژنې چې د دوی په خبره خپله د پاکستان استخباراتي ادارې وژلی دی پند واخلي. د یادې جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې مولانا سمیع الحق پر پاکستان د نړیوالو فشارونو د کمولو په خاطر څارګرې ادارې (ای. ایس ای) وژلی دی. دوی ننني بحث کې وویل، چې که طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېنږدي نو لرې نه ده د سمیع الحق په برخلیک اخته شي. د یادې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي وویل، طالبان باید خپله اراده بدله کړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. هغه وویل پاکستان کې د ډیریو طالبانو بندي کېدو ته په کتو افغان طالبان باید پوه شي چې ای ایس ای یې نه پرېږدي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت علمای اسلام مشر ملا سمیع الحق د جمعې په ورځ د پاکستان په پنډۍ ښار کې خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو، چې اوس یې هم قاتلین پیدا شوي نه دي.




































