د رسنیو د راپورونو له مخې دغه پوله له نږدې ۵۰ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه. له همدې امله د پولې دواړو غاړې ته د سوداګرو له سوداګریزو توکو بار موټرونه له اونیو راهیسې ولاړ وو. د همدې لارې د تړل کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو پراخ لاریونونه هم کړي وو. د فراه د والي ویاند ناصر مهري وایي، چې دمګړی لاره خلاصه شوې ده او تګ راتګ پیل شوی دی. دده په خبره له دې وروسته بېرته ایراني توکي د همدې لارې په مرسته د افغانستان بازارونو ته وارېدېدلی شي. ایراني حکومت هم ددغه کار هر کلی کړی دی او ژمنه یې کړې چې د سوداګرۍ او تګ راتګ په برخه کې به اسانتیاوې راولي.