د راپورونو له مخې لومړۍ پېښه د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده چې له امله یې دوه څارنوالان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو د سړک په منځ کې د یادو کسانو پر موټر برید کړی دی او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي. له دې بیا لږ وروسته د کابل ښار د رحمان بابا مینې په مربوطاتو کې هم اطلاعاتو د لاسرسي د کمیسون پر یوه غړي حمدالله ارباب چاودنه شوې ده. ویل کېږي چې نوموړی له پېښې روغ وتلی خو موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی. په بګرامیو کې خلکو بیا لاریون کړی دی او حکومت یې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې ناکام بللی دی.