هند په بادغیس کې د نجونو یو ښوونځي ته نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده. د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د (کوچه زرد) د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه. د ښوونځي نوې ودانۍ، چې د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې د یادې ولسوالۍ سلګونو نجونو زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی دی. د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي د یادې ودانۍ پرانېستل ددې ولسوالۍ د پوهنې کیفیت لوړېدو برخه کې یو مهم ګام وباله او له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي. په دې ودانۍ کې پر یو وخت شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي. هند یواځینی ګاونډی هېواد دی چې په بیلابیلو برخو کې یې له افغانستان سره په میلیونونو ډالره مرستې کړې دي.