ولسمشر غني له خبریالانو نه د ملاتړ صندوق سره ژمنه شوې پنځه میلیونه افغانۍ نن یاد بنسټ ته ورکړې دي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ولسمشر غني له شخصي پانګې د ژمنه شویو ۱۵ میلیونه افغانیو له جملې پنځه میلیونه د یاد صندوق بانکي حساب ته جمعه شوې او لس میلیونه نورې به ډېر ژر د مالیې وزارت لخوا ورکړل شي. دا مرسته وروسته تر هغه یاد صندوق ته جمعه کېږي چې پرون د دې صندوق مشر په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، ولسمشر ورسره پر شوې ژمنه عمل نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د روان کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د یاد صندوق د پرانیستي پر مهال ویلي و، چې له دې صندوق سره به له خپلې شخصي پانګې پنځه میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.