څېړونکي وایي، زیات لامبل وېښتانو ته زیان رسوي. د (Health daily news) د راپور له مخې د (یوتا) پوهنتون څېړونکو ثابته کړې چې له کچې زیات حمام کول د وېښتانو لپاره د ګټې پر ځای زیان رسوي.
د جینیټیکي علومو دغه مرکز وایي چې زیات لامبل پر پوست د ځینو ګټورو باکتریاوو د له منځه تلو لامل کېږي. دغو څېړونکو پر دوو ډلو چې یوې یې په اونۍ کې درې ځله او بلې یې په اونۍ کې هره ورځ د خپل سر وېښتان مینځل، څېړنه کړې ده. په پایله کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ یې لامبل، وېښتان یې کمزوري او د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت هم کمزوری ښودل شوی دی.
دوی د دغه توپیر اصلي لامل او د بېلابېلو شامپوګانو کارول ښودلي چې د پوست ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او وېښتان ورسره کمزوري کېږي.