هند په بادغیس کې د نجونو یوه ښوونځي ته نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده. د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د کوچه زرد د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه. د ښوونځي نوې ودانۍ، چې د هندوستان په مالي مرسته جوړه شوې، د یادې ولسوالۍ سلګونو ښځینه زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی دی. د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي د یادې ودانۍ پرانېستل ددې ولسوالۍ د پوهنې کیفیت لوړېدو برخه کې یو مهم ګام وباله او له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي. په دې ودانۍ کې پر یو وخت شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.