پاک، ښایسته او منظم کور نعمت دی. دغه ډول کورونه د ځان لپاره شرطونه لري چې تر ډېره ستاسو په ماشومانو پورې اړه لري. ماشومان کولای شي له درې کلنۍ وروسته د کور په کارونو کې برخه واخلي. «ان باکس» مشهور او پېژندل شوی ارواپوه دی چې د کور په کارونو کې یې د ماشومانو د ونډې په اړه ځینې لارې چارې په ګوته کړې دي. هېڅ یو ماشوم هغه مسوولیتونه چې ورته سپارل شوي، په اسانۍ سره له یاده نه باسي. له کوچنیوالي- حتی له درې کلنۍ څخه له هغوی څخه وغواړئ چې هر سهار یې خپل وېښتان منظم ږمنځ کړي او خپل د لوبو سامانونه یې په یو ځانګړي ځای کې کېږدي. کله چې دوی هر سهار دغه کارونه سرته رسوي، په حقیقت کې تاسو خپلې ټاکلې موخې ته رسېدلي یاست. د کور په کارونو کې د ماشومانو مرسته د هغوی سن او تیاري ته په کتو توپیر کوي. د ماشومانو لپاره د کور په کارونو کې مرسته کول، دوی ته د یوې طبيعي کړنې په ډول وښایاست. د هغوی لپاره دا روښانه کړئ چې دوه ډوله مسوولیتونه موجود دي. ماشومان کولای شي له شپږ کلنۍ وروسته د دوو یا دریو شخصي کارونو او یوه کورني کار توان ولري او پر غاړه یې واخلي.