ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي. ولسمشر غني تېره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په غور او نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه غندلي دي او په خبره یې د بې ګنا افغانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي. هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره تیار اوسي. په غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت او همدا راز دفاعي اقداماتو هم بحثونه شوي دي.