په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان پر موضوع بحث وکړي. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر يا يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په نيويارک کې د دې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتیريش پر تازه راپور چې د افغانستان په باب دى، بحث کېږي. ویل کېږي د دې غونډې په يوه برخه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو هم خپل راپور وړاندې کوي.