په دې کتاب کې راټول شوي معلومات د شوروي اتحاد له يوه جگپوړي افـسر تورن جنرال «لېف نيکولاېويچ گورېلوف» سره د يوه خبریال له خوا شوې اوږده مرکه ده. تورن جنرال «لېف نيکولاېويچ گورېلوف» په ۱۹۷۵-۱۹۷۹ ز کلونو کې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو لوی پوځي سلاکار و. ده د سردار محمد داوود خان پر دفاع وزير سربېره، د نورمحمد ترهکي او حفيظ الله امين د واکمنيو پر مهال يې دوی ته د پوځي چارو په برخه کې مشورې ورکولې، له دوی سره یې نږدې اړيکې لرلې، له دوی سره يې پرله پسې ليدنې کتنې کولې او هغه مهال د افغانستان د سياسي او دولتي مشـرتابه له ډېرو پېښو او ځينو رازونو خبر و.
جنرال «گورېلوف» په افغانستان کې په ۱۳۵۷ل کال د غويي میاشتې د اوومې نېټې پاڅون، د داوود خان او د ده د کورنۍ د له منځه تگ، د افغانستان د خلق ډیموکراتيک گوند له دنننيو اختلافونو او په ۱۳۵۸ ل کال له دندې څخه د نور محمد ترهکي د گوښه کېدو د پېښو يو شاهد و. د «گورېلوف» له بيانه داسې معلومېږي چې ده د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې د پاڅون د سرته رسېدو د يوه سلاکار په توگه هم رول لوبولی دی.
نوموړي پخپله دې مرکه کې د افغانستان او شوروي اتحاد د اړيکو په اړه، (په تېره بيا په پوځي برخه کې) د افغانستان د اردو په اړه، د افغانستان د خلق ډيموکراتيک گوند د «خلق» او «پرچم» ډلو ترمنځ د اختلافونو په اړه، د ارگون او بريکوټ د عملياتو په اړه، د هرات فرقې د پاڅون په اړه، د حفيظ الله امین، نور محمد ترهکي، ببرک کارمل د شخصيتونو او نورو بېلابېلو مسئلو په اړه بیان کړی او خپل ليد یې څرگند کړی دی.
همدا راز لوی پوځي سلاکار جنرال «گورېلوف» په ۱۳۵۸ ل کال پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل په اړه، د دغه يرغل د شوروي نوښتگرو او په شوروي پوځي مـشرتابه کې د هغو جگپوړو پوځيانو په اړه هم ويل کړي چې افغانستان ته د شوروي پوځونو له استولو سره مخالف وو.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جگپوړي پوځي تورن جنرال «گورېلوف» بيان او څرگندونې چې په دې کتابگوټي کې راټولې شوې او ژباړل شوې، د ده شـخصي ليد دی او د ده د څرگندونو ځينې اړخونه ښايي له عيني پېښو سره سل سلنه اړخ ونه لگوي، خو زموږ لپاره د يوه سند په توگه اړين بلل کېدای شي.
دا او دې ته ورته کتابونه له اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کولای شئ.