سه شنبه, جولای 28, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

    ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

    مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

    ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

    مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

مډالونه د سیاسي معاملو لپاره

نوومبر 7, 2018
in دریځ
0 0

ولسمشر خپل د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او په پاکستان کې د افغانستان مخکیني سفیر حضرت عمر زاخېلوال ته د غازي وزیر محمداکبر خان دولتي مډالونه ورکړل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي: “دا مډالونه یې د هغوی د غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه ورکړي دي”. څو ورځې وړاندې هم ولسمشر د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو، د ملي امنیت رییس او د دوی په ګډون ۲۹ امنیتي مسوولینو ته هم لوړ دولتي مډالونه ورکړل.

اوس پوښتنه دا ده چې دغو کسانو څه کړي چې په مډالونو ونازول شي؟

لوړ دولتي مډالونه هغه کسانو ته ورکول کېږي چې کمساري، مهم او له نوښته ډک کارونه یې کړي وي، قربانۍ یې ورکړې وي او خلکو ته یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي وي. اوس حیرانوونکې دا ده چې ارګ داسې کسانو ته مډالونه ورکوي چې نه یوازې دا چې مهم او د یادولو وړ کارونه یې نه دي کړي، بلکې بر عکس یې دوی په خپلو کارونو کې ناکام دي. د دوی ناکامي د دې سبب شوې چې خلکو او حکومت ته لوی زیانونه واوړي. لومړی که موږ امنیتي چارې و ارزوو، نو ښکاري چې د دوی ناسمه رهبري، کمزوری مدیریت او ناوړه کړنې د نا امنۍ د زیاتېدو سبب شوې. ولسمشر هغو امنیتي مسوولینو ته مډالونه ورکوي چې د سیګار د رپوټ پر اساس ۱۲ سلنه نوره خاوره هم ترې وسله والو طالبانو لاندې کړې ده. هغو مسوولینو ته مډال ورکوي چې د دوی د ناسم مدیریت له امله هره ورځ زموږ سرتېري قرباني کېږي، ملکي وګړي وژل کېږي، وسله وال پر مختګ کوي، جنايي پېښې زیاتې شوې او هېڅ مثبت بدلون نشته چې دوی یې دې خلکو ته یاد کړي. اوس د دې پر ځای چې دا خلک له دندو ګوښه شي، حساب ورسره وشي او محاکمه شي؛ مډال ورکول کېږي.

ولسمشر اوس مډالونه په سیاسي رشوت کې هم ورکوي. حضرت عمر زاخېلوال ته له دې امله مډال ورکول کېږي چې هغه په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر ته ډېر مهم دی. که څه هم ویل کېږي چې هغه له حنیف اتمر سره هوکړه کړې، خو ولسمشر د نورو وړاندیزونو ترڅنګ هغه ته مډال هم ورکړ چې د حنیف اتمر څنګ پرېږدي او یو ځل بیا د ده لپاره کمپاین وکړي، خو داسې نه ښکاري چې زاخېلوال به خپله لاره بدله کړي. حمدالله محب چې لا یې کار معلوم نه دی، هم پر مډال نازول کېږي چې ولسمشر ته لا زیات کارونه وکړي. په دې ډول مډالونه هم د سیاسي معاملو لپاره کارول کېږي.

دا مډالونه ساده مډالونه هم نه دي، دا مډالونه د هغه چا په نوم دي چې موږ پرې ویاړو. زموږ  د سترو غازیانو په نوم دي چې د نوم له اخیستو سره یې زموږ  په رګونو کې ویاړ او هیبت غځوونې کوي. له بده مرغه د دغو ویاړلو اشخاصو په نوم اوس داسې کسانو ته مډالونه ورکول کېږي چې د دغو غازیانو د لارې پر خلاف ولاړ دي او د هغوی پر ارمانونو خاورې اړوي.

ولسمشر غني او په ټوله کې د ملي یووالي حکومت هر څه مسخره کړل. دا دی مډالونه یې هم مسخره کړل او اوس به نو مډالونه خپل هغه پخوانی ارزښت ونه لري. ان که څوک رښتینی مډال هم لري، نو خلک به یې د نورو په ډله کې حسابوي. ولسمشر ته پکار ده چې د سیاسي معاملو لپاره نوره دا ناوړه سوداګري بنده کړي، بلکې د رښتیني خدمت له لارې خلک خوښ وساتي او رایه ترې وغواړي.

 

 

Share15Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

جولای 28, 2026

یوناما: د پاکستان د بریدونو له امله نږدې ۴۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي

جولای 28, 2026

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

جولای 28, 2026

مجاهد: په هېواد کې څو نوې ځانګړې محکمې جوړې شوې دي

جولای 28, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In