شیدې او بادام د زړه د ناروغیو مخه نیسي
شیدې او بادام د سالم کلسټرول درلودونکي دي او په بدن کې د مضرو کلسټرولو مخه نیسي. همدا لامل دی چې د زړه ناروغۍ له منځه وړي. که په ورځني ډول بادام او شیدې وخوړل شي، د زړه له ناروغیو مو ساتي.
شیدې او بادام د وزن په کمېدو کې مرسته کوي
که غواړی چې وزن مو کم شي او غذایي رژیم مو نیولی وي، نو شیدې او بادام له یاده مه باسئ. شیدې او بادام دواړه ۶۰ کالري انرژي لري چې د وزن د کموالي لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده.
سترګې روغې ساتي
شیدې او بادام په خپل ترکیب کې ويټامین اې، ډي او اي لري چې د سترګو له ځیر سره مرسته کوي. دغه راز کولی شي چې د نور په وړاندې د سترګو مقاومت لوړ کړي.
پوست مو روغ ساتي
دا چې شیدې او بادام په لوړه کچه انټي اکسیډان او د اي ويټامین لري، نو د پوستکي د تازه والي لامل کېږي. که په ورځني ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښایست سره هم مرسته کوي.
عضلې مو پیاوړې کوي
شیدې او بادام د ويټامین ډي، اوسپنې او کلسیم په درلودلو سره د عضلو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو مناسب خواړه بلل کېږي.