په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي له حکومته غواړي چې هغو ۵۲ داعش جنګیالیو ته سزا ورکړي چې څه موده وړاندې په جوزجان کې افغان دولت ته تسلیم شوي دي.
د دغو تسليم شويو داعش جنګياليو له تسليمېدو يوه نيمه مياشت تېرېږي، خو د برخليک په تړاو يې لا هم معلومات نه دي ورکړل شوي. تازه په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو ځينو استازو له حکومته په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار درزابي وايي، تسليم شويو داعش جنګياليو په جوزجان کې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز يې بشري جنايتونه کړي دي.
درزابي ازادي راډيو ته ويلي: «تر اوسه عدلي او قضايي ارګانونو او ملي امنیت د دې کسانو په اړه خلکو ته معلومات نه دي ورکړي چې په څومره شمېر يې په اشد مجازات محکوم شول، څومره يې بېرته خوشې شول؟ دا تر اوسه له موږ سره سوال دی چې لا نه دی حل شوی، هغه کسان چې زیانمن شوي دي، هغه کسان چې لا هم ځورېږي او هغه کسان چې د خپلو قربانیانو په غم کې ناست دي، دا ټول دې ته سترګې پر لار دي چې د دې جنګیالیو جنایتونه باید ونه بښل شي».
درزابي وايي، د جوزجان خلک دې ته په تمه دي چې حکومت دغو جنګیالیو ته سزا ورکړي.
د اسلامي دولت یا داعش دغه جنګیالي چې شمېر يې دوه نیم سوه تنو ته رسېده، نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې په داسې حال کې افغان حکومت ته تسلیم شول چې د وسله والو طالبانو تر سخت فشار لاندې راغلل.
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې په تسلیم شویو جنګیالیو کې ۳۰ ښځې هم شاملې دي.
د دغو جنګیالیو له تسلیمۍ وروسته په جوزجان کې یو شمېر خلکو دوی په جنسي ځورونې او د بشر له حقونو په سرغړونې تورن کړل او د محاکمه کېدو غوښتنه يې وکړه.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي چې دغه جنګیالي کابل ته انتقال شوي او د برخلیک په اړه يې دی هم معلومات نه لري، خو نوموړي ویلي چې تورن کسان به د اساسي قانون په چوکاټ کې محاکمه شي.
د لویې څارنوالۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې د دغو جنګیالیو له ډلې د یو شمېر دوسیې دوی ته رسېدلې او په اړه يې څېړنې روانې دي.