جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي

د نړۍ تر ټولو لوړ برجونه په کومو هېوادونو کې دي؟

ژباړه: جواد تیموري

نوومبر 7, 2018
in معلوماتي
0 0

په وروستیو څو لسیزو کې د بېلابېلو عواملو له کبله په نړۍ کې د لویو برجونو د جوړولو پرسر د ډېرو هېوادونو ترمنځ سیالي روانه ده چې دغه برجونه نه یوازې د سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي، بلکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې د سیلانیانو په را جذبولو کې هم ډېره مرسته کړې او هغه هېوادونه چې دغه لوړ برجونه لري، هر کال یوه زیاته اندازه پیسې دغو برجونو ته د ورتلونکو سیلانیانو له لارې ترلاسه کوي. کلونه مخکې شمالي امریکا د نړۍ ۷۵ سلنه لوړې ودانۍ او برجونه درلودل چې په نړۍ کې یې لومړی ځای درلود، خو په دې وروستیو کلونو کې په اسیا او منځني ختیځ کې داسې لوړې ودانۍ جوړې شوې چې دغه ریکارډ یې مات کړ.

په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو لوړ لس برجونه درته معرفي کوو:

لومړی-  د خلیفه برج په ۸۲۸ متره لوړالی سره:

 د خلیفه برج چې په متحده عربي اماراتو کې موقعیت لري، د ۸۲۸ مترو په لوړوالي سره دا مهال د نړۍ تر ټولو لوړ برج دی. دغه برج په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ د مشهورو انجنیرانو له خوا چې تر دې وړاندې يې په نورو هېوادونو کې هم ورته لوړې ودانۍ جوړې کړې وې، جوړ شو. د دغه برج په جوړلو کې تر ډېره له پولادو څخه ګټه اخیستل شوې ده. دغه برج یو د پلورلو مرکز، نهه هوټلونه، یو مصنوعي سیند او له دېرشو زرو څخه زیاتې د اوسېدو خونې لري.

دویم- د چین د شانګهای برج د ۶۳۲ مترو په لوړوالي سره:

د چین د شانګهای برج د ۶۳۲ مترو په لوړوالي او د ۱۲۱ پوړو په درلودو سره د نړۍ دویم لوړ برج دی. د دغه برج د جوړولو چارې د (Gensler) په نوم د یوه امریکایي شرکت له لوري په ۲۰۰۶ ز کال کې پیل شوې او په ۲۰۱۴ ز کال کې پای ته ورسېدې. دغه برج اوسمهال ۳۲۰ د هوټل خونې او ۱۱۰۰ نورې خونې لري.

درېیم- د سعودي عربستان ابراج ‌البیت د ۶۰۱ مترو په لوړوالي سره:

د مکې د ساعت برج چې د ابراج ‌البیت په نوم هم یادېږي، په سعودي عربستان کې موقعیت لري او د ۶۰۱ مترو په لوړوالي سره د نړۍ په کچه درېیم لوړ برج دی.

دغه برج دولتي ملکیت دی چې ۱۰۲ پوړیز هوټل، یوه لویه کنفرانس خونه او یو لوی جومات چې په یو ځل د لس زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، لري.

دغه برج د سعودي بن لادن په نوم یوې کمپنۍ چې د سعودي له لویو کمپنیو څخه ده، جوړ کړی دی. دغه راز پر دغه برج باندې د نړۍ تر ټولو لوی ساعت هم نصب دی.

څلورم- د چین د پېنګ ان نړیوال سوداګریز  مرکز د ۵۵۵،۱ مترو په لوړوالي سره:

د پېنګ ان نړیوال مالي مرکز چې د چین په شنجېن کې موقعیت لري، د ۵۵۵،۱ مترو په لوړوالي سره د نړۍ په کچه څلورم لوړ برج دی. د دغه برج د جوړولو چارې په ۲۰۱۷ ز کال کې پای ته ورسېدې.

دغه برج یوه لویه کنفرانس خونه، هوټلونه او سوداګریز دفترونه لري. همدا راز د پېنګ ان د بېمې مرکزي دفتر هم دلته موقعیت لري.

پنځم- د جنوبي کوریا د لوټه نړیوال برج د ۵۵۴،۵ مترو په لوړوالي سره:

د لوټه نړیوال برج په جنوبي کوریا کې موقعیت لري چې د ۵۵۴،۵  مترو په لوړوالي سره د نړۍ پنځم لوړ برج دی. د دغه برج د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ ز کال کې پای ته ورسېدې چې ټولټال یې دیارلس کلونه وخت ونیو. دغه برج ټولټال ۱۲۳ پوړه لري چې شپږ پوړونه یې تر  ځمکې لاندې جوړ شوي دي. دغه راز دغه برج دومره قوي جوړ شوی چې د  نهه درجې زلزلې پر وړاندې مقاومت لري.

شپږم- د امریکا یو نړیوال سوداګریز مرکز د ۵۴۱،۳ مترو په لوړوالي سره:

د امریکا یو نړیوال سوداګریز مرکز(World Trade Center) چې د امریکا په نیویارک ښار کې موقعیت لري، د ۵۴۱،۳ مترو په لوړوالي سره د نړۍ په کچه شپږم لوی برج دی.

دغه برج د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو په یاد جوړ شوی چې د جوړونې چارې یې په ۲۰۱۴ ز کال کې پای ته ورسېدې.

اووم- د چین د ګوانګجو د CTF مالي مرکز د ۵۳۰ مترو په لوړوالي سره :

د CTF مالي مرکز د چین د ګوانګجو په ښار کې موقعیت لري. د دغه برج د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ ز کال کې پای ته  ورسېدې او د ۵۳۰ مترو په لوړوالي سره د نړۍ اووم لوی برج دی. په دغه برج کې هم هوټلونه، سوداګریز دفترونه او د استوګنې خونې شته. په دغه برج کې د نړۍ تر ټولو چټک بالابر چې سرعت یې په یوه ساعت کې ۷۱ کیلو متره دی، شتون لري.

اتم- د چین د تیانجین د  CTFمرکز د ۵۳۰ مترو په لوړوالي سره:

د چین د تیانجین د CTF مالي مرکز د ۵۳۰ مترو په لوړوالي سره د نړۍ اتم لوی برج دی چې لوړوالی یې د ګوانګجو له برج سره یو شان دی. د دغه برج د جوړولو چارې په ۲۰۱۳ ز کال کې پیل او په ۲۰۱۸ ز کال کې پای ته ورسېدې. دغه برج ۹۷ پوړونه لري چې د بېلابېلو موخو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

نهم- د چین د چاینا زون برج د ۵۱۵ مترو په لوړوالي سره:

د چاینا زون برج په ۲۰۱۸ ز  کال کې د چین په پیکېن کې جوړ شو. دغه برج د ۵۱۵ مترو په لوړوالي سره د نړۍ نهم لوی برج دی.

۱۰– د تایوان د تایپه ۱۰۱ برج د ۵۰۹ مترو په لوړوالي سره:

دغه برج ټولټال ۱۰۱ پوړه لري چې د ۵۰۹ مترو په لوړوالي سره د نړۍ لسم لوی برج دی. دغه برج چې یو وخت د نړۍ تر ټولو لوړ برج و، په شپږو کلونو کې جوړ شوی دی.

Share14Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In