افغان ځواکونو د کندهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو په هغو سیمو کې پوځي عملیات پيل کړي چې د تېرو څو کلنو راپه دېخوا د وسله والو طالبانو په ولکه دي.
دغه عمليات ډيورنډ فرضي کرښې ته په نږدې پرتو غرنيو سيمو کې پيل شوي چې طالبان پکې لوی پټنځايونه لري.
افغان ځواکونه وايي له دې سیمو څخه د کندهار ولایت سپین بولدک، ارغستان او تخته پل ولسوالۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
په کندهار کې د افغان پوځ منسوبين وايي، د عملياتو په بشپړېدو سره به د کندهار د ځينو ناامنو ولسواليو په امنيتي وضعيت کې ژور مثبت بدلونونه راشي او دغه راز به يې د ساتنې لپاره په چاڼ کېدونکو سيمو کې د افغان ځواکونو پوستې جوړې شي.
په کندهار کې د چټک غبرګون ځواکونو قوماندان څارمن عصمت وايي: «دا سیمي داسې دي چې تر ډېره پورې زموږ په واک کې نه وي، موږ عملیات وکړو، او تهدیدونه رفع کړو او بېرته خپلو سیمو ته ستنېږو، دلته د دوی مهم او لوی پټنځایونه شته تر ډېره د دوی د اوسېدو ځایونه په غرونو کې دي چې بیا نو موږ اړ یو چي په له الوتکو څخه استفاده وکړو».
په کندهار کې د يادو ولسواليو له مرکزونو لرې ډېر داسې کلي شته چې اوسېدونکي يې د ناامنيو له کبله د ژوندانه له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دین محمد وايي: «لارې مو بندې دي، وچکالي ده، ښوونځي او مدرسې نه لرو، په میاشتو میاشتو بازار ته نه شو تلی».
کندهار که څه هم د هېواد په سوېل لویدیځ کې د نورو ولایتونو په پرتله امن دی، خو په ځينو ولسواليو کې يې لا هم داسې سيمې شته چې د تېري یوي لسیزې راپه دېخوا د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.