د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د ۳۶۰۰ مجرمینو له ډلې د خلکو په همکارۍ ۷۰۰ کسان یې نیول شوي دي. امرالله صالح د نن ورځې د شپږ نیمو بجو جلسې په اړه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې دوی د کابل ښار د امنیت لپاره خورا کوټلي ګامونه اوچت کړي دي او د مجرمینو د نیولو لړۍ روانه ده. دده په خبره دوی د ۳۶۰۰ مجرمینو په اړه په کابل ښار کې معلومات خپاره کړي وو او له خلکو یې د همکارۍ غوښتنه کړې وه چې له دې ډلې ۷۰۰ کسه یې نیول شوي دي. هغه همدا راز وایي چې په کابل ښار کې له پولیسو سره د خلکو همکاري ډېره شوې ده او په کابل کې یې پر ټولو امنیتي حوزو امر کړی چې خپلو اصلي دندو ته ور وګرځي او د ښار په منظمولو کې همکاري وکړي. امرالله صالح دغه راز ویلي چې د ترهګریزو فعالیتونو د کمولو او د ورانکاره کړیو په پېژندلو کې هم هڅې ډېرې شوې دي او هڅه کېږي د ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا مخه ونیول شي. نوموړي ویلي چې امنیتي میثاق به ډېر ژر له کابل ولایتونو ته هم پراخه شي.