ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني او اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د روانو حالاتو په سر د خبرو لپاره پرون سهار په پغمان کې د جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف کور ته ورغلي وو.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې استاد سیاف ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله په خپل کور کې د سهار چایو خوړلو ته ور بللي وو.
له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربېره، د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی هم ملګری و.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي: «په دغه مېلمستیا کې دوی د ورځنیو مسائلو تر څنګ د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې».
استاد سیاف، د افغانستان د ساتنې او ثبات د شورا په نوم د افغان حکومت د یو مخالف سیاسي حرکت مشري کوي.
ولسمشر او اجرائیه ريیس په داسې حال په پغمان کې د استاد سیاف کورته ورغلي، چې د افغانستان ستر ملي ائتلاف، چې د استاد سیاف په مشرۍ د افغانستان د ساتنې او ثبات شورا یې هم غړیتوب لري، د ولسي جرګې د را روانو ټاکنو په اړه سخت دریځ نیولی او په کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.