په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په لومړي بهرني سفر کې افغانستان ته راغی او دلته يې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره وکتل.
که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې هېواد يې خپله بهرنۍ پاليسې بدله کړې او له نويو ژمنو سره يې کابل ته سفر کړی، خو د مشرانو جرګې غړي وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې د جګړې له دوام پرته بل څه نه غواړي او افغان چارواکو ته بویه چې پر ژمنو يې دوکه نه شي.
د مشرانو جرګې غړي په ورته مهال ادعا کوي، تر هغه چې د افغانستان په تړاو د پاکستان پاليسۍ بدلې نه شي، په هېواد کې د سولې ټينګېدل ناشوني دي.
د يادې جرګې لومړي مرستيال د جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې وويل: «تر هغه چې پاکستان پر خپلو تګلارو په لوړه کچه له سره غور ونه کړي، افغانستان ته د چارواکو په راتلو به يې څه بدل نه شي. د پاکستان نوی حکومت بايد اصلي پرېکړه کوونکي قانع کړي چې پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي».
د مشرانو جرګې بل غړي باز محمد زرمتي هم وويل چې پاکستاني چارواکي هر څل افغانستان ته د راتلو پر مهال ژمنې کوي او وروسته پر خپلو ژمنو په خپله خاورې اړوي. هغه ټينګار وکړ چې امريکا بايد پر اسلام اباد فشارونه ډېر کړي څو دغه هېواد له ترهګرو سره خپله رويه بدله کړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار هم وايي چې حکومت بايد له پاکستان سره په خپلو اړيکو او سياستونو کې له احتياطه کار واخلي، ځکه په وينا يې چې دغه هېواد پر هېڅ ژمنه نه درېږي.
هغه وويل، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې صادقانه عمل نه کوي او په وينا يې چې د ملي يووالي حکومت مشران هم بايد د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير پر ژمنو باور ونه کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د شنبې پر ورځ په يو ورځني سفر کابل ته راغلی و او ويې ويل چې که افغانستان او پاکستان تېر هېر کړي نو ښې اړيکې درلودلی شي.