افغان حکومت د ډېرېدونکي تاوتریخوالي په اړه له امریکايي استازو سره خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره شپه د امریکا د استازو جرګې له رییسې نانسي پلوسي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. په دې کنفرانس دواړو لورو د امریکا او افغانستان پر اړیکو او روان تاوتریخوالي بحثونه کړي. ولسمشر غني ویلي چې دلته اوسنی ډېرېدونکی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړې کمې او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي. دواړو لورو د ښځو او اقلیتونو د حقوقو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي. دوی همدا راز اوربند په اوسني وضعیت کې تر ټولو ستره اړتیا بللې ده او ټينګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي او دایمي اوربند دې تامین شي.