د امریکا په جنوبي کارولینا ایالت کې د فلورانس توپان له کبله د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېرو برخو کې د شنبې د ورځې په لومړیو کې سخت اورښتونه وشول او له کبله یې راغلو سیلونو په همدې سیمو کې سلګونه زره کسان له خطر سره مخامخ کړي دي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په دواړو ایالتونو کې نږدې یو میلیون کسان برښنا نه لري.
د شمالي او جنوبي کارولینا ځینې برخې لا هم د توپان له ګواښ سره مخامخ دي.
د شمالي کارولینا والي روی کوپر د دغه ګواښ په اړه ويلي: «موږ د خپلو ښارونو او ښارګوټو په سواحلو، د رودونو په اوږدو او ټولو کرنیزو ځمکو کې د اوبو له دیوالونو سره مخامخ یو. اوس د هغه وخت په مقایسه چې توپان له سواحلو لرې وو، ډېری خلک په نږدې راتلونکي کې له یوه جدي ګواښ سره مخامخ دي».
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې نږدې یو میلیون وګړي هم په شمالي او هم جنوبي کارولینا کې برښنا نه لري او سخت اورښتونه او سیلابونه سلګونه زره کسان ګواښي.
چارواکو د شنبې په ورځ ویلي وو چې ښایې فلورانس توپان ۲،۵ میلیونه کسان له برېښنا بې برخې کړي.
د دغه توپان له کبله د مړو شويو کسانو په ډله کې يوه مور او د هغې اته میاشتنی ماشوم هم شامل دي. د دوی پر کور د توپان له کبله يوه لويه ونه ور لوېدلې وه.
د راپورونو له مخې یو ۷۸ کلن کس چې غوښتل یې جنراتور ولګوي، د باران له کبله برېښنا نیولی او ساه یې ورکړې ده.
یوه بله ۶۱ کلنه مېرمن بیا په جنوبي کارولینا کې هغه مهال مړه شوې چې موټر یې له یوې ونې سره ټکر وکړ.
سره له دې چې د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د فلورانس توپان قوت تر یوه حده راکم شو، خو د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېری برخو کې لا هم د توپان ګواښ پر ځای دی.