چین د نړۍ دویم لوی هېواد دی چې اوسمهال له ۱.۳ میلیاردو کسانو ډېر نفوس لري. چین تاریخي هېواد هم دی چې له زیات اقتصادي پرمختګ سره سره یې لا هم خپل لرغونتوب له لاسه نه دی ورکړی. چین د سیل او چکر لپاره ډېر داسې ځایونه لري چې په نوره نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي. دغه هېواد ته هر کال میلیونونه کسان ورځي، څو له تاریخي ځایونو یې لیدنه وکړي. دغه سیلانیان د چین لپاره د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي.
شل کاله مخکې چین ته سفر کول یو څه اسانه خبره وه، خو اوس چې د چین نفوس هم زیات شوی او پر کورنیو سیلانیانو سر بېره دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ هم زیات شوی، نو دغه سفر یې یو څه ستونزمن کړی دی. سیلانیان باید د یوه ځای د لیدو لپاره په اوږدو کتارونو کې ودرېږي. له اقلیمي نظره چین ته د سفر کولو تر ټولو ښه وخت د پسرلي له لومړیو د اوړي تر پیل او بیا د مني له اوله د ژمي تر پیلېدو پورې دی.
۱- د چین لوی دېوال
په چینايي ژبه کې یو متل دی چې وایي: «هېڅوک رښتینی اتل نه دی، مګر هغه وخت دی چې د چین پر دېوال ولاړ وي». دا متل په اصل کې د چین لوی دېوال ته د چینایانو ارزښت ورکولو په مانا دی. د چین دغه لوی دېوال ته په چینايي ژبه کې چانگچنگ (Changcheng) وایي. دغه دېوال ډېرې کږې وږې لري چې له ژېړ سیند څخه تر مرکزي اسیا پورې د ۶۷۰۰ کیلو مترو په اوږد والي سره جوړ شوی دی. دغه لوی دېوال په ځینو ځایونو کې له شپږو تر اتو مترو پورې لوړ، خو په ځینو ځایونو کې ان ۱۶ متره لوړوالی هم لري. هغه کسان چې چین ته ځي، نو هرو مرو له دغه دېوال څخه لیدنه کوي. د چین د ستر دېوال تاریخ له میلاده مخکې له پنځمې تر اتمې پېړۍ پورې رسېږي. دا دېوال د اور لپاره برجونه لري چې د خبر رسولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده. د دغو دېوالو کار د هغه وخت امپراتور شي هوان په واسطه له میلاده مخکې تر ۲۲۱ ز کال پورې تکمیل شو. چینایان وایي : « هغوی چې د چین دېوال ته نه دي ختلي، هغوی اتلان نه دي». هر کال زرگونه سیلانیان یا توریستان د دغه دېوال لیدو ته ورځي . چینایان د خپلو نیکونو په دغه تاریخي یادگار ویاړي . د دغه دېوال ځینې برخې ډېرې ښې ساتل شوې چې له هغې جملې یې یو د « بادلېنگ » دېوال دی چې بیجېنگ ته نږدې ولاړ دی.
۲- په پکن کې د امپراتورۍ ماڼۍ او ممنوعه ښار
د چین تر ټولو لویه او مهمه ودانۍ د ممنوعه ښار د (امپراتورۍ ماڼۍ) ده چې د پکن په زړه کې موقعیت لري. دا هغه ځای دی چې که له نږدې نه وي، له لرې یې هم باید یو ځل وګورئ. دغه ښار د ۱۲۷۱ او ۱۳۶۸ لمریز کلونو ترمنځ جوړ شوی دی. دغه راز یې ځینې برخې چې اوس یې تاسو شاهدان یاست، د ۱۴۰۶ او ۱۴۲۰ ز کلونو ترمنځ جوړې شوې دي. داسې ویل کېږي چې تر اوسه په دغه ماڼۍ کې د ۲۴ امپراتوریو درلودونکي امپراتوران اوسېدلي دي. دې ودانۍ لږ تر لږه ۷۲۰ زره متره مربع ځمکه احاطه کړې ده او دېوالونه یې هم تر لسو مترو پورې لوړوالی لري. د دغه ممنوعه ښار لیدل ساعتونه وخت نیسي چې تر ټولو په زړه پورې یې په ښار کې د مرمرینو پلونو لیدل دي.
۳- د سفالین لښکر
په ۱۹۷۰ ز کال کې کله چې بزګران د شي ان په ښار کې په یوه کلي کې د څاه په کیندلو بوخت وو، نو ناڅاپه د سفالین له لښکر سره مخ شول چې دا په چین کې تر ټولو لوی تاریخي کشف دی. دغه لښکر له ۸۰۰۰ څخه د زیاتو عسکرو چې د قد اندازه یې هم پوره ده، ۵۲۰ اسونو، ۱۰۰ ګاډو او دغه راز د ګڼو نورو عامو خلکو مجسمې دي چې تاریخي مخینه یې له میلاد څخه ۲۸۰ کاله وړاندې ته ورګرځي. په دریو تل خونو کې ځای پر ځای شوي وو چې وموندل شول. دا په چین کې بله هغه سیمه ده چې په کلني ډول ترې ګڼ کسان لیدنه کوي.
۴- د لي په سیند کې په کښتیو کې سپرېدل
د ګوانګشي په سیمه کې د ګولین ښار شمال ختیځه برخه بل هغه ځای دی چې د چین ښکلا یې یو پر دوه کړې ده. د دې سیمې له کږو وږو چې کوم سیند تېر شوی، ځانګړې ښکلا یې زيږولې ده. پېړۍ کېږي چې دغه ښار ګڼ شاعران، فیلسوفان او اوسني سیلانیان ځان ته جذب کړي دي. تر اوسه د دغه ځای په اړه ګڼې کیسې، نکلونه افسانې او داستانونه جوړ شوي او لیکل شوي دي. د چین دغه سیمه هم ګڼ سیلانیان لري.