پنجشنبه, مارچ 12, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

پر ځان د باور پيدا کولو لپاره ۱۱ اړین ټکي

ژباړه: عایشه حیدري

دسمبر 30, 2020
in ژوند
0 0

ډېری خلک پر ځان د باور په مانا نه پوهېږي، له همدې امله په ژوند کې پر ځان باور نه شي تجربه کولای. خلک په دې اند دي چې پر ځان باور لرل هغه بریاوې دي چې دوی د ځینو کړنو په تر سره کولو کې تر لاسه کړې دي.

په داسې حال کې چې داسې نه ده، رښتینې ځان باوري هغه ده چې یو انسان وړاندې تر دې چې په یوه کار کې بریالی شي، په ځان کې د بریالیتوب او هغه کار د تر سره کولو ځواک وویني.

د بریالیتوب او خپلو هیلو ته د رسېدلو يوه لويه ځانګړنه او یو لوی راز پر ځان باور دی، هر هغه څوک چې لوړې هیلې لري باید پر ځان باور ولري، ځکه همدا پر ځان باور دی چې انسان د موفقیت لوړو څوکو ته رسوي.

ډېری کسان داسې ګومان کوي چې ماشوم وړاندې تر دې چې ښوونځي ته د تللو عمر ته ورسېږي، هېڅ ډول منفي او مثبت احساس نه شي پېژندلای، خو ارواپوهان وايي چې ماشوم د خپلې اروا یوه اړینه برخه چې هغه پر ځان باور لرل دي، تر پنځه کلنۍ وړاندې پوره کوي.

یاد مو وي هر څوک چې پر ځان باور ولري، هغه ارومرو بریالي کېږي، ځکه ځان باوري انسان ته ډېره انرژي ورکوي او انسان لا ډېرو هڅو ته اړ باسي.

موږ په همدې لیکنه کې تاسو ته د پر ځان باور او د دغه ځواک د پیاوړي کولو پر لارو چارو د پوهېدو لپاره یوولس اړین ټکي ښیو.

۱- ځان وپېژنئ!

ځان پېژندنه ډېره اړینه ده، نو هڅه وکړئ چې تر هرڅه مخکې خپل ځان وپېژنئ. بویه د خپل ځان، خپل شخصیت، خپلو اخلاقو او د خپلو مهارتونو په اړه پوره مالومات تر لاسه کړئ او ځان په سمه توګه وپېژنئ. دې ته باید هېڅ اندېښنه ونه کړئ چې ستاسو په وجود کې څه کم دي، ځکه انسانان ټول نیمګړي دي.

که چېرې په یاد شوو برخو کې په یوه ځانګړې برخه کې کمی لری او یا هم ستاسو کومه ځانګړنه نیمګړې ده، هېڅ اندیښنه مه کوئ، هر انسان کولای شي په خپلو اخلاقو کې مثبت بدلون راولي، خپل شخصیت جوړ کړي او ډېرې حرفې زده کړي. که په دې نه پوهېږی چې څنګه په خپل شخصیت او اخلاقو کې مثبت بدلون راولی او ستاسو شاوخوا ته د مشورې لپاره هېڅوک نشته، نو کولای شی له روغتیاپالانو او ارواپوهانو څخه مرسته و غواړئ، هغوی به تاسو ته ستاسو د ستونزو د حل لپاره سلا مشورې در کړي.

۲- د کمزورتیا ټکي مو پيدا کړئ!

پر ځان د باور پیاوړتیا لپاره دویم اړین ټکی ستاسو د کمزوریو پېژندل دي، هڅه وکړئ چې د خپل وجود د کمزورۍ ټکي وپېژنئ او د له منځه وړلو لپاره یې کلک هوډ وکړئ. که چېرې نه شی کولای د خپل وجود د کمزوریو ټکي له منځه يوسی، په خپل حال یې پرېږدئ او د جبران کولو لپاره یې له نورو لارو ګټه واخلئ.

د بېلګې په ډول، که چېرې کومه جسمي، ارثي او یا هم مور زېږدې کمزوري ولری، کولای شی د ژوند د دغه تش ځای د ډکولو لپاره خپلې علمي او هنري وړتیاوې پیاوړې کړئ.

۳- هغه څه وکړئ چې وړتیا یې لری!

پر ځان د باور پیاوړي کولو لپاره هغه کړنې تر سره کړئ چې وړتیا یې لری، څو د ذکاوت او بریالیتوب احساس وکړی او ستاسو په بدن کې د ځان باوري احساس پیاوړی شي. هر انسان خپلې ځانګړې ځانګړنې لري، څوک په پخلي کې، څوک په غره مزل (کوهنوردي) کې او څوک هم په خیاطۍ او داسې نورو کړنو کې ښه وړتیا لري. تر هر څه اړینه دا ده چې ستاسو اروا او ستاسو بدن له کوم ډول کارونو سره د ارامتیا احساس کوي.

۴- هغه کارونه در یاد کړئ چې تاسو په سمه توګه سرته رسولي دي

کېدای شي په لومړيو کې ستونزمن کار وي، خو د وخت په تېرېدو سره به تاسو د وړو لاسته راوړنو په یادولو ارامتیا تر لاسه کوی او ستاسو د وجود د پر ځان باور کولو احساس به پیاوړی شي. کېدای شي تاسو د لیکنې د دې کرښو په لوستلو ووایئ چې زه خو هېڅکله بریالی شوی نه یم، خو دا وېره یوازې تاسې نه لری، ځکه هر انسان په خپل ژوند کې ډېرې لاسته راوړنې لري او تاسو هم ارومرو ځینې بریاوې لری.

د بېلګې په ډول، په ازموینه کې برخه اخیستنه، د شهادت نامې لاسته راوړل، د وزن کمول او دې ته ورته لسګونه نورې کړنې د انسان د بریالیتوب بېلګې دي او انسان یې باید له پامه ونه غورځوي او دغو کړنو ته په سوچ کولو سره په خپل وجود کې د ځان باورۍ احساس پیاوړی کړي.

۵- تېروتنې مو ومنئ!

ستاسو هر ډول احساس نیغ په نېغه ستاسو پر کړنو، لیدلوري او فکرونو اغېزه لري. که چېرې تر تېروتنې وروسته بد احساس لری، ځان ته دا ډاډګيرنه ورکړئ چې له انسان نه تېروتنه کېږي او تاسو هم تېروتنې کولای شی.

هر کله مو چې بد احساس درلود، له خپل منفي فکر سره مخه ښه وکړئ، ځکه دا سوچونه به د دې لامل شي چې تاسو د خپل ځان په اړه بدبینه شی.

۶- له هغو کسانو لرې اوسئ چې پر تاسو باور نه لري

ستاسو شاوخوا ته د هغو کسانو شتون اړین نه دی چې پر تاسو باور نه لري او تل تاسو ته په ټيته سترګه ګوري، له دغه راز خلکو واټن ونیسئ. کله چې ستاسو په ژوند کې هغه کسان چې پر تاسو باور نه لري او یا مو وړتیاوې نه مني، نه وي؛ ستاسو د ژوند خنډونه به له منځه لاړ شي او تاسو کولای شی چې په اسانۍ سره پرمختګ وکړی.

۷- مه ناهیلي کېږئ!

هېڅکله د خپل ژوند نېکې هیلې له لاسه مه ورکوئ، ځکه همدا هیلې دي چې ستاسو ځان باوري پیاوړې کوي، که چېرې تاسو خپلې هیلې له لاسه ورکړئ، ستاسو د ځان باورۍ احساس به مړاوی شي.

۸- ځان ته د ناتوانه انسان په سترګه مه ګورئ!

هېڅکله دا مه وايئ چې تاسو ناتوانه یی او تاسو ماتې خوړلې ده. که چېرې ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي چې تاسو ته د ناتوانه او ماتې خوړلي انسان ګومان کوي، د داسې کسانو تر اغېز لاندې مه راځئ. ځکه چې که تاسو دا ډول سوچ وکړی، ستاسو په وجود کې د ځان باورۍ احساس له منځه ځي او ستاسو د مهارتونو او ځواک کچه به را ټيټه شي. تل ځان ته د پیاوړي او ځواکمن انسان په سترګه وګورئ او د ناتوانۍ افکار له ذهنه وباسئ.

۹- ځان له نورو سره مه پرتله کوئ!

که څه هم ټول انسانان دغه عادت لري او تل ځان له نورو سره پرتله کوي، خو که چېرې پر ځان د باور لرلو قوي احساس غواړی، نو هېڅکله هم خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ او یوازې د خپل ژوند نن له پرون سره پرتله کړئ او وګورئ چې پروني (تاسو) له نن (تاسو) سره څومره توپير کړی دی. که پرمختګ او بریالیتوب ته مو مخه کړې وي، نو دا ډېره ښه خبره ده، تاسو باید د ارامتیا احساس وکړئ.

۱۰- د هغو کسانو پر پل ګام کېږدئ چې پر ځان قوي باور لري!

څېړنو ښودلې چې د هغو کسانو د کړنو تقلید چې پر ځان ډېر باور لري، د ټسټوسټرون Testosterone هورمون د ترشح لامل ګرځي، دغه هورمون د انسان په بدن کې د پیاوړتیا ځواک د احساس کچه لوړوي. هڅه وکړئ چې د درېدو پر وخت نېغ او هسک ودرېږئ، په لوړ غږ وغږېږئ او د ځان باورۍ احساس وکړئ.

که تاسو دغه کړنې تر سره کړی، ستاسو مقابل لوری به هم تاسو ته ډېر ارزښت درکړي.

۱۱- خپلې ظاهري ښکلا ته پام وکړئ!

خپلې څېرې او ظاهري ښکلا ته پام وکړئ او په ځانګړو وختونو کې ځانګړې جامې واغوندئ، که څه هم جامې د انسان د شخصیت برخه نه ده، خو د انسان پر شخصیت ارومرو خپل اغېز لري او پر ځان د باور کولو احساس پیاوړی کوي. بل خوا جامې د انسان پر ذهني فعالیتونو ډېره اغېزه کوي او له هغه چا سره چې انسان مخ دی، پر هغوی هم اغېز کوي. نو تل هڅه وکړئ چې ښکلې او مناسبې جامې واغوندئ، خپله ظاهري څېره ښکلې کړئ او د خپل ژوند اتل اوسئ.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In