ریالمي واچ اېس او واچ اېس پرو د دې کمپنۍ لومړني ځیرک ساعتونه دي، چې دایروي ډیزاین لري. دواړه ۱٫۳ انچه مخپاڼه لري او په اتومات ډول له کاروونکي چاپېریال سره سم خپله رڼايي تنظیموي. دغه ځیرک ساعتونه د زړه ضربان او په وینه کې د اکسیجن کچې معلومولو وړتیا لري. ریالمي واچ اېس ۱۶ ډوله فزیکي فعالیتونه چې یوګا، فوټبال، بایسکېل، کرېکټ او داسې نور په کې شامل دي، ردیابي کوي او کمپنۍ ادعا کوي چې په یو ځل چارجولو سره تر ۱۵ورځو پورې چارج ساتي. د ریالمي واچ اېس بیه ۴۹۹۹ هندي کلدارې ټاکل شوې او د ډسمبر په ۲۸مه به دې realme.com او فلېپ کارت له لارې خرڅلاو ته وړاندې شي. د ریالمي واچ اېس ماسټر اېډېشن بیه بیا ۵۹۹۹ هندي کلدارې ټاکل شوې او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټه يي تر اوسه نه ده په ډاګه شوې. ریالمي واچ اېس پرو د دې لړۍ تر ټولو ګران بیه ځیرک ساعت دی چې بیه يې ۹۹۹۹ هندي کلدارې ټاکل شوې ده او د ډسمبر په ۲۹مه به د realme.com او فلېپ کارت له لارې خرڅلاو ته وړاندې شي.