د سالم ژوند د سبک دې درلودلو لپاره یوه اساسي مسئله په کافي اندازه د اوبو څښل دي. د تر سره شوو څېړنو له مخې، هر نارینه باید د ورځې ۳،۸ لېتره اوبه او هره ښځه باید د ورځې ۲،۸ لېتره اوبه وڅښي. البته ځینې وخت ښايي ځينې کسان له دې څخه زیاتو اوبو څښلو ته اړتیا ولري، ځکه کېدای شي د هغوی بدن د ځينو ځانګړو شرایطو لکه ډېر فزیکي فعالیت، د تودوخې درجه او داسې نورو د اغېز له امله زیاتې اوبه مصرف کړي. د یادونې وړ ده چې د انسان بدن ۶۰ سلنه له اوبو څخه جوړ شوی دی، له همدې امله د ورځې په اوږدو کې د بدن د حجراتو لپاره د کافي اندازه اوبو رسول ډېر ارزښت لري. پر دې اساس هڅه وکړئ چې سهار مهال او له خوب څخه تر را ویښېدو وروسته لږ تر لږه نیم لېتر اوبه وڅښئ، ځکه چې بدن مو د شپې په اوږدو کې د اوبو له کموالي سره مخ کېږي. له هغه وروسته د خپلې پاتې ورځې لپاره ځانګړی پروګرام ولرئ، څو بدن ته مو په کافي اندازه اوبه ورسوی.