هواوې کمپنۍ د نووا ۸ لړۍ دوه نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړل. دغه ځیرک موبایلونه نووا ۸ او نووا ۸ پرو نومول شوي چې په ترتیب سره ۶٫۵۷ او ۶٫۷۲ انچه اولېډ ډوله مخپاڼه لري. د نووا ۸ مخپاڼه له ۹۰ هرتز او د نووا ۸ پرو مخپاڼه له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا لري او دواړو کې د ګوتې نښې سېنسر د مخپاڼې لاندې ورکړل شوی دی. دواړو ځیرکو موبایلونو کې کېرېن۹۸۵ ډوله پروسېسر چې له ۵جي څخه د ملاتړ وړتیا لري، کارول شوی او دواړه ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. دواړه ځیرک موبایلونه شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپټ سېنسر پکې شامل دي. نووا ۸ مخکینۍ برخه کې یوه ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره، خو ۸ پرو بیا دوې کامرې لري چې ۳۲ مېګاپکسله اصلي او ۱۶ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې پکې شاملې دي.