له اوږدې مودې راهیسې په بدن کې د وېټامین ډي کمښت د سینې سرطان له سترو لاملونو ګڼل کېږي او په دې اړه له ۲۵۰۰ څخه ډېرې څېړنې هم شوې دي. مختلف فکټورونه د سینې ناوړه تومور لامل ګرځي، خو وراثت يې تر ټولو ستر لامل دی. ایا یوازې له وېټامین ډي سره د سینې سرطان مخنیوی ممکن دی؟ دا ثابته شوې چې وېټامین ډي د سینې سرطان په برخه کې ډېر اغېزمن دي. له دې سربېره، ځینې نور ورځني لاملونه لکه خواړه، ورزش، د فشار مدیریت او خوب هم په دغه برخه کې مهم رول لوبوي؛ خو له هرې نوې څېړنې سره د سینې سرطان لپاره د وېټامین ډي ارزښت نور هم زیاتېږي. څېړونکي په دې باور دي چې د سینې عادي سرطان ٪۹۰ د وېټامین ډي د کمښت له امله دی، چې ٪۱۰۰ د مخنیوي وړ دی. د څېړونکو یوې ډلې وموندله هغه مېرمنې چې وینه يې ۲۵ هایدروکسي وېټامین ډي لري، په هغوی کې د سینې د سرطان له امله د مړینې کچه د نورو په پرتله ٪۵۰ ټیټه ده.