د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکړی چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو تړل کېدل به د انتخاباتو د خنډ او ځنډ لامل شي.
په داسې حال کې چې په څو ولایتونو کې د لوی ملي ائتلاف د پلویانو له خوا د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړل شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له حکومت او امنیتي ادارو غواړي چې د دوی د ولایتي دفترونو امنیت خوندي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د کمېسیون ولایتي دفترونه وتړي.
د دغه کمېسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولایتي دفترونو تړل کېدل به ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي چې دا د کمېسیون لپاره د زغم وړ نه دي.
صياد زیاته کړه: «هغه څوک چې په مرکز او یا په ولایاتو کې دفترونه تړي، دا په دې معنا ده چې غواړي انتخابات وځنډوي، د انتخاباتو د ځنډېدو مسوولیت به بیا د هغه چا پر غاړه وي چې د دې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي».
نوموړی زیاتوي، سیاسي ګوندونه کولای شي چې خپلې اندېښنې د ټاکنو له کمېسیون سره شریکې کړي او د ټاکنو د روڼتيا، څار او د درغلیو د مخنیوي لپاره په یو میکانېزم کار وکړي، خو د نوموړي په خبره، د همکارۍ نه کول د ستونزو د حل لاره نه ده.
د صیاد په وینا، سیاسي ګوندونه پر ټاکنو د جدي نظارت غوښتنه کوي، خو تر اوسه هم ډېرو ګوندونو نظارتي استازي نه دي معرفي کړي.
نوموړي دغه شان له خلکو وغوښتل چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي، کوم چې د ولسواکۍ ضد مضر افکار لري او نه دې پرېږدي چې دغه کسان د کمېسیون دفترونه وتړي.
د یادونې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې له څو سیاسي مطرحو ګوندونو جوړ دی، د شنبې په ورځ په هرات، بلخ او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي دفترونه وتړل او د کندوز دفتر مخ ته یې د پرلت خېمه ووهله.
د دغه ائتلاف مسوولین وايي چې په نورو شلو ولایتونو کې به هم د ټاکنو د ولایتي دفترونو پر وړاندې د پرلت خېمې ووهي.
راپورونه وايي، د یکشنبې په ورځ په هرات کې پولیسو د پرلت خېمه لرې کړې ده.
په راتلونکو ټاکنو کې له بایومېټریک سیسټمه استفاده، د نوم لیکنې بهیر باطل اعلانول او په ټاکنيز نظام کې بدلون د سیاسي ګوندونو عمده غوښتنې دي.
که څه هم ملي ائتلاف د حرکتونو په مدني کېدو ټینګار کوي، خو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ امنیتي ارګانونو ته لارښونه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې له زوره کار واخلي چې د ټاکنو کمېسیون د کارونو د ځنډ لامل ګرځي او ولایتي دفترونه تړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته ویلي، په ټاکنو کې د شفافیت او د درغلۍ د مخنیوي په هدف به دوی خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
دی وایي: «موږ د شفافو، عادلانه او سراسري انتخاباتو پلوي یو، اوسنی مدني حرکت مو په انتخاباتو کې د درغلۍ، تخلف او مهندسۍ د مخنیوي لپاره دی، موږ به مدني حرکتونو ته دغه شان ادامه ورکړو».
د چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې د ملي پروسو پر وړاندې درېدل د ملي ګټو خلاف کړنه ده او باید مخه یې ونیول شي.
دوی وايي چې سیاسي ګوندونه باید یو شفاف میکانېزم چمتو کړي او له کمېسیون سره په همکارۍ عمل وکړي.