څنګه کولای شو ژوره او ګټوره مطالعه وکړو؟ ایا د مطالعې د خونې رنګ هم مهم دی؟ په دې برخه کې څېړنو ښودلې ده، چې د مطالعې د خونې لپاره رنګ تر ټولو مهم او کلیدي دی، ځکه د اطاق یا خونې رنګونه ستاسو د مطالعې پر ارزښت مستقیم اغېز لري. تاسې باید لومړی د مطالعې لپاره داسې خونه وټاکئ چې د مطالعې لپاره مناسبه او ارامه وي. د معلوماتو له مخې، رنګونه د مطالعې په خونه کې خورا مهم دي. څېړنو ښودلې ده چې د مطالعې د خونې لپاره کریمي رنګ، روښانه ارغواني رنګ، روښانه شین رنګ، اسماني رنګ، ژېړ او بادامي رنګونه ګټور بلل شوي دي. دا ځکه چې روښانه رنګ د معمارۍ او په ځانګړي ډول ژېړ رنګ د لید له نظره غوره بلل شوي دي. څېړنو ښودلې ده چې دغه ډول رنګونه نه یوازې دا چې د ښې مطالعې لامل کېږي، تر څنګ یې د ماشومانو ذکاوت هم لوړوي. خو داسې هم ویل کېږي چې د مطالعې لپاره تر ټولو غوره رنګ ناخودي یا ژېړ دی.