ویوو کمپنۍ په چین کې د یوې رسمي غونډې له لارې خپل د اېکس۶۰ لړۍ دوه پیاوړي ځیرک موبایلونه، اېکس۶۰ او اېکس۶۰ پرو، کاروونکو ته معرفي کړل. د ویوو اېکس۶۰ لړۍ لومړني ځیرک موبایلونه دي چې د سامسُنګ کمپنۍ اګزینوس۱۰۸۰ ډوله ۵ نانو متر پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي.
ویوو اېکس۶۰ پرو
دغه ځیرک موبایل ۶٫۵۶ انچه فول اېچ ډي پلس ډوله ۱۰۸۰*۲۳۷۶ پکسله ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري چې ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ، ۲۴۰ هرټز ټچ سمپلېنګ رېټ او اېچ ډي ار ۱۰ پلس څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل به ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې ولري.
ویوو اېکس۶۰
دغه ځیرک موبایل د اېکس۶۰ پرو په پرتله ارزانه او تقریباً ورته ځانګړنې لري. اېکس۶۰ کې ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۱۳ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او ۱۳ مېګاپکسله پورټېرټ کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري.