ښه فکر کول هغه ټکان دی، چې له تاسې سره په پرمختګ کولو کې مرسته کوي. رښتیني پاتې کېدل او ښه فکر کول موخو ته د رسېدو لار جوړوي. څه کم دوه زره کاله کېږي چې خلک وايي، ژولیوس سزار ښه ویناوال و؛ ځکه چې ویل یې، تجربه د انسان تر ټولو ښه لارښود دی. پر هغه ټول احترام سره سره چې ژولیوس ته یې لرم، غواړم ووایم چې د هغه له دې خبرې سره زه مخالف یم. هغه تجربې چې شوې، کېدای شي تر ټولو ښه لارښود و اوسي. یوازې هغه وخت کولای شی ووايئ، چې تجربه ښه لارښود دی، کله چې پر هغه له فکر کولو وروسته، له هغه زده کړه وکړی او بیا په ژوند کې یو بدلون رامنځ ته کړی. له ډېرې پخوا زمانې راهیسې ځینې خلک وايي، چې تجربه تر ټولو سختګیر استاد دی، اول ازموینه اخلي او وروسته تدریس کوي. دا خبره هغه وخت رښتیا کېږي، چې انسان د یو څه له تجربې وروسته د هغه په اړه فکر وکړي او له هغه یو څه زده کړي.