دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي کتاب

ځان مه محدودوئ!

جنوري 6, 2021
in کتاب
0 0

«ځان مه محدودوئ» کتاب چې انګرېزي نوم یې «No Limits» دی، د مشهور امریکايي روزونکي، ویناوال او د رهبرۍ د برخې متخصص جان سي مکسوېل اثر دی چې تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. یاد کتاب جواد تیموري پښتو ته ژباړلی او د اکسوس کتابپلورنځي لخوا په ښه کیفیت چاپ شوی دی. د دغه کتاب پښتو بڼه ټولټال ۳۲۶ مخونه لري او په ۲۰ څپرکو کې راټول شوی دی.

دا کتاب په ټوله کې په دریو مسایلو بحث کوي؛ په لومړۍ برخه کې یې د انسان لپاره د پوهې پر اړتیا بحث او خبرې کېږي، په دویمه برخه کې پر انساني وړتیاوو خبرې کېږي او دغه راز په درېیمه برخه کې هم د انسان په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت بحث کېږي. مکسوېل په دغه کتاب کې د انساني وړتیاوو، بریالیتوبونو او په ژوند کې د انتخابونو پر ارزښت خبرې کړې او په ټوله کې د بریا لپاره یې ځینې فورمولونه هم راوړي دي. پر دې سربېره، نوموړي په دغه کتاب کې د خپل ژوند بېلابېلې تجربې او هغه واقعي کیسې او داستانونه هم راوړي، چې بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او هلته له بریالیو رهبرانو سره د ‎لیدنو کتنو پر مهال ورسره مخ شوی دی.

مکسوېل پورتني موضوعات د یاد کتاب په ۲۰ څپرکو کې راټول کړي دي. د کتاب په لومړي‎ څپرکي کې پر هغو خنډونو او مسایلو بحث کېږي چې د انسان ژوند محدودوي. په دویم څپرکې کې یې له دغه محدودیت څخه د راوتلو لارې چارې بیان کړې دي. د کتاب په درېیم څپرکي کې پر انساني ځواک پوره بحث کوي. په څلورم څپرکي کې یې د انسان د عاطفي وړتیاوو په تړاو خبرې کړې. نوموړي پنځم څپرکی فکري وړتیاوو ته ځانګړی کړی او په شپږم څپرکي کې یې د اړیکو وړتیا اړوند مسایل راوړي دي. پر دې سربېره، مکسوېل د یاد کتاب په اووم څپرکي کې د نوښت پر وړتیا بحث کوي، اتم څپرکی یې د تولید وړتیا او نهم څپرکی یې د مشرۍ وړتیا ته ځانګړی کړی دی. لیکوال د یاد کتاب په لسم څپرکي کې پر انتخابونو، په یوولسم څپرکي کې د مسوولیت پر وړتیا، په دوولسم څپرکي کې پر شخصي وړتیا، په دیارلسم څپرکي کې د ډېرښت پر وړتیا، په څوارلسم څپرکي د نظم پر وړتیا، په پنځلسم څپرکي کې د موخې پر وړتیا، په شپاړسم څپرکي کې د دریځ نیولو پر وړتیا، په اوولسم څپرکي کې د ګواښ منلو پر وړتیا، په اتلسم څپرکي کې د ملګرۍ پر وړتیا او په شلم څپرکي کې له محدودیت پرته د ژوند کولو په اړه په مفصل ډول بحثونه کړي دي.

دا کتاب پر محصلینو او کاروباریانو سربېره، د ټولنې له هر وګړي سره مرسته کولی شي، څو خپلې پټې وړتیاوې وپېژني او په مرسته یې ټولې هغه پولې او خنډونه له منځه یوسي، چې د دوی ژوند او کاري چاپېریال یې محدود کړی دی.

مینه‌وال کولی شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Share5Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In