د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د سولې بهیر ډېر مهم دي خو په وینا یې د افغانستان پر جمهوریت، بیرغ، د شهیدانو پر وینو، د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله هیڅ ډول معامله ونه شي. نوموړي چې په ننګرهار کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د طالب جګړې په هر اړخیزه توګه خپل مشروعیت بایللی دی خو له دې امله چې خپله بریا په جګړه کې ویني له ټوپک څخه لاس نه اخلي. صالح د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د افغانستان راتلونکی واکمن به د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او که چېرته طالبان دا مني نو ښه راغلاست ورته وایي خو دده په خبره، طالبان له ټاکنو وېرېږي او دا وېره یې له دې امله ده چې هغوی له ټوپک پرته خپله بقا نه ویني.