کله چې د حواسو تمرکز ولرو، کولای شو له خپلو احساساتو څخه کار واخلو او ځان راتلونکو پېښو او مسایلو ته اماده کړو او یا دا چې له هغو څخه په ګټې اخیستنې پر نورو هم مثبت او ګټور اغېز پرې باسو. د بېلګې په توګه، که تاسو په کافي اندازه په غوسه شی، هېڅ شی نه شي کولای ستاسو په وجود کې د شجاعت څپانده لمبې مړې کړي، کېدای شي تاسو یو غوسه ناک کس ونه اوسی؛ خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو نه شی کولای په وجود کې مو د غوسې حس پیدا کړی او ګټه ترې واخلی. د «شجاعت معادله: پوهه څنګه کولای شي تاسو شجاع کړي؟» کتاب لیکوال رابرت بیسواس ډیینر (Robert Biswas -Diener) وړاندیز کوي، کله چې غواړی زړور شی، نو په وجود کې مو یو څه غوسه راوپاروئ. تاسو کولای شی د هغو ارزښتونو په اړه د فکر کولو په وسیله د خپلې زړورتیا یا شجاعت تفکر زیات کړی، چې فکر کوی ستاسو لپاره مهم دي او د تر پښو لاندې کېدو په حال کې دي.