اېل جي کمپنۍ د ګرام لړۍ نوي لپټاپونه چې د مخکنیو هغو په پرتله غوره او پیاوړې ځانګړنې لري، معرفي کړل. دغه لپټاپونه د ډېر کم وزن لرلو له امله ځانګړي مینهوال لري. دغه لپټاپونه د اېنټل Evo پروګرام برخه دي، چې غوره بېټرۍ، چټک چارج او چټک وېک اپ ځانګړنې لري. دغو لپټاپونو کې د اېنټل کمپنۍ ۱۱ جنرېشن ټایګر لېک ډوله پروسېسر کارول شوی دی. اېل جي کمپنۍ د دغه لړۍ پنځه بېلابېلې بڼې معرفي کړې چې ۱۴، ۱۶ او ۱۷ انچه مخپاڼه لري. دغه لپټاپونه د لږ وزن لرلو له امله ځانګړی شهرت لري. د اېل جي ګرام ۱۷ انچه مخپاڼه لرونکی لپټاپ یوازې ۱٫۳۵ کیلو ګرامه، ۱۶ انچه مخپاڼه لرونکې بڼه ۱٫۱۹ کیلوګرامه او ۱۴ انچه مخپاڼه لرونکې بڼه ۹۹۹ ګرامه وزن لري. اېل جي ګرام ۱۷، ۱۶ او ۱۴ د ځانګړنو له پلوه سره ورته دي، خو د مخپاڼې اندازه او د بېټرۍ وړتیا يې سره توپیر لري. اېل جي کمپنۍ ادعا کوي چې اېل جي ګرام ۱۷ او ۱۶ به په یو ځل چارج سره له ۱۹ ساعتونو ډېر چارج وساتي.