هر څومره چې د انسان د ناستې کچه زیاتېږي، په همغه اندازه یې پر ناروغیو د اخته کېدو چانس هم زیاتېږي، چې دا یو تریخ حقیقت دی. څېړنو هم ښودلې ده هغه کسان چې په زیاته اندازه کېني او په لږه کچه فزیکي فعالیت لري، په زیاته اندازه یې پر بېلابېلو ناروغیو باندې د اخته کېدو چانس هم ډېر وي. ان که ورزش هم کوی، خو تر څنګ مو یې د ناستې کچه لوړه ده، بیا هم د ژوند ناسالم سبک لری. پر دې اساس غوره ده چې د خپل ځان لپاره له یوه وخت سنجوونکي (Timer) څخه ګټه واخلئ، څو له هر یو ساعت کېناستو وروسته تاسو ته در په یاد کړي چې باید له خپل ځایه پاڅېږئ او د څو دقیقو لپاره په حرکت کې و اوسئ. فزیکي فعالیت د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دی، ځکه د بېلابېلو ناروغیو مخه نیسي. هڅه وکړئ چې په ورځني ډول په ټاکلې اندازه فزیکي فعالیت تر سره کړئ، څو مو خپله روغتیا تضمین کړې وي.