وټساپ کمپنۍ د نوي کال له پیلېدو سره د دغه کاریال د کارولو پالیسي هم بدله کړه، چې په پالیسۍ کې یې دغه بدلون له جدي غبرګونونو سره مخ شو. د وټساپ نوې پالیسۍ پر بنسټ، دغه کاریال د کاروونکو ځینې مهم معلومات له فیسبوک سره شریکوي. د یادونې وړ ده چې فیسبوک د کاروونکو د معلوماتو محرمیت ته هېڅ ډول درناوی نه لري او په بیا بیا ځلې ثابته شوې ده چې فیسبوک دغه معلومات د سوداګریزو موخو لپاره پلورلي دي. فیسبوک د کاروونکو معلوماتو پلورلو له امله په بېلابېلو هېوادونو کې په میلیونونو ډالره جریمه شوی هم دی، خو هغه ګټه چې فیسبوک يې د کاروونکو محرمو معلوماتو له پلورلو څخه ترلاسه کوي، له دغو جریمو څخه ډېره لوړه ده. ډېری کاروونکي وټساپ له دې امله هم انتخابوي چې د اېنډ ټو اېنډ انکرپشن ځانګړنه لري او حتی خپله وټساپ هم د کاروونکو معلوماتو ته د لاسرسي حق نه لري. خو اوس دې نوې پالیسۍ پر بنسټ، وټساپ کمپنۍ تقریباً د کاروونکو ټول معلومات چې ډېر محرم معلومات هم پکې شامل دي، له فیسبوک سره شریکوي.