موږ ډېری، ډېر وختي د بریا د لارې پر سر ولاړ یو، لږ ماتې خورو او د لا ښه والي لپاره ښه انګېزه لرو. خو له دې هرڅه مخکې موږ پر ځان باور پیدا کړی او پر مټ یې ډېرو بریاوو ته رسېدلي یو. زموږ کړه وړه ډېر ارزښت لري، که هغه ته په ارزښت قایل نه شو، هېڅکله به بدلون او نوښت ته زړه ښه نه کړو.
بریا ته د رسېدو یوه بده پایله دا ده، چې انسان مغرور کوي. ځینې کسان دا باور لري، چې بریالي دي او په کاپي اندازه پوهه او علم لري، هغه دي چې نور له پرمختګ کولو لاس اخلي او کرار پر خپل ځاي کېني. هغوی پرمختګ او نوښت په یو فورمول معامله کوي. هغه فورمول چې هر ځل یې تکراروي. هغوی وايي: «بریا، بریا ده او دا لکه د نورو زده کړو په څېر د سیالۍ کوم میدان نه لري». خو تېروتنه کوي. هغه مهارتونه چې تاسې یو ځل په لاس راوړی، له هغه سره چې بل ځل به یې لاسته راوړی، ډېر توپیر لري.