ریالمي کمپنۍ خپل وي۱۵ نومی ځیرک موبایل معرفي کړ، چې دغه ځیرک موبایل له ۵جي ټکنالوژۍ څخه د ملاتړ وړتیا هم لري. دغه ځیرک موبایل په چین کې د یوې غونډې له لارې کاروونکو ته معرفي شو. ریالمي وي۱۵ کې ۶٫۴ انچه فول اېچ ډي پلس امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې او د ګوتې نښې سېنسر د مخپاڼې لاندې ځای پر ځای شوی دی. دغه ځیرک موبایل کې ډېمنېسټي۸۰۰ یو ډوله پروسېسر کارول شوی او ۶ – ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. د دغه ځیرک موبایل ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۴۹۹ چینايي یوان (تقریباً ۱۸۰۰۰ افغانۍ) او د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۹۹۹ چینایي یوان (تقریباً ۲۴۰۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده. ریالمي وي۱۵ به د جنوري په ۱۴مه رسماً خرڅلاو ته وړاندې شي.